پنجشنبه, اپریل 30, 2026
پنجشنبه, اپریل 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر لبنان د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د مارچ میاشتې راهیسې په لبنان کې د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي دي. نړیوالو رسنیو نن پنجشنبې، د اپرېل ۳۰مه راپور ورکړی، چې په سویلي لبنان کې د اسرائیلو په وروستي برید کې یو ماشوم وژل شوی دی. د لبنان د روغتیا وزارت تېره ورځ هم اعلان کړی، چې د دغه هېواد په یوه ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د اسراییلو په بریدونو له امله پنځه کسان وژل شوي دي. باید وویل شي د مارچ په ۲مه د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د نښتو له زیاتېدو راهیسې، په لبنان باندې د دغه هېواد په بریدونو کې څه باندې ۲۵۰۰ تنه وژل شوي، چې څه باندې ۱۰۰ روغتیایي کارکوونکي هم په کې شامل دي. له بلې خوا، د اسرائیلو پوځ په وار وار اعلان وکړ، چې دوی پرون د لبنان د حزب‌الله درې غړي له منځه وړي او په ټوله سیمه کې د ګوند زیربنا په نښه کړې ده. د یادولو وړ ده، چې که څه هم تېره میاشت د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ اوربند رامنځته شو، خو اسرائیل او حزب‌الله لاهم په سویلي لبنان کې جګړه کوي او یو بل د اوربند د سرغړونې تور لګوي.

- Advertisment -spot_img