چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړیوالو لوبو کې د افغان ښځینه فوټبالرانو ګډون تائید شو

فیفا په خپلو اصولو کې هغه بدلون تائید کړی چې، له مخې یې افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو ته اجازه ورکوي تر څو د فیفا په رسمي نړیوالو لورو کې برخه واخلي. رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه بدلون د افغان ښځینه فوټبال لپاره د فیفا د عملي ستراتېژۍ پر بنسټ رامنځته شوی چې د تېر کال په مې میاشت کې د فیفا د شورا له خوا تأيید شوی و. دا پرېکړه د «افغان وومن یونایټډ» لوبډلې تر جوړېدو وروسته شوې، چې د فیفا له ملاتړ برخمنه لوبډله ده او له هېواده بهر مېشتو افغان ښځینه فوټبالرانو ته منظمې لوبې برابروي. د فیفا مشر جیانی اینفانتینو ویلي، د افغان وومن یونایټډ پر پیل شوې لارې ویاړي او د دې نوښت له لارې غواړي دوی او هغو غړو اتحادیو ته چې نه‌شي کولای د فیفا په سیالیو کې ملي یا استازې لوبډله ثبت کړي د پرمختګ بل ګام برابر کړي. د ښځو فوټبال ملاتړو په وار وار له فیفا غوښتي چې په جلاوطنۍ کې افغان ښځینه لوبغاړې په رسمي ډول وپېژني او ملاتړ یې وکړي، ځکه د دوی په وینا باید د افغانستان دننه محدودیتونو له امله د نړیوال مسلک حق ترې وانه‌خیستل شي. پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت راهیسې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو، کار او ورزش په ګډون ګڼ محدودیتونه او بندیزونه وضع شوي، چې ښځې یې له ټولنیز اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

- Advertisment -spot_img