چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مرتس: واشنګټن له ایران سره له روان بحرانه د وتلو لار ورکړه کړې

د جرمني لومړي وزیر فردریش مرتس د ایران او امریکا جګړې ته په اشارې ویلي، واشنګټن دغو جګړو کې ځان وشرماوه او له روان بحرانه د وتلو لپاره روښانه مسیر نه لري. الجزیرې د مرتس له قوله خبر ورکړی، چې ایران جګړه کې په امریکا زیات فشار راوست او په سیاسي او ستراتیژیکو برخو کې برلاسی و. د جرمني لومړي وزیر پوهنتون کې له محصلینو سره خبرو کې ویلي، ایراني چارواکي په ډېر مهارت سره مذاکره کوي او له هغه ډېر پیاوړي دي چې تصور یې کېده. ښاغلي مرتس په بيړه د جګړې د پای غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې پایلو یې دا مهال د جرمني په اقتصاد منفې اغېزې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د منځني ختیځ جګړه کې له امریکا څخه د اروپايي هېوادونو نه ملاتړ د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ درز رامنځته کړی او ټرمپ له دغه تړون څخه د وتلو خبرداری ورکړی.

- Advertisment -spot_img