د المپیک د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی،چې د بلخ ولایت په کوربهتوب د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ د ۷۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې. د یاد ریاست په وینا، دغه سیالۍ د افغانستان لپاره د المپیک لومړۍ مډال ګټونکي روح الله نیکپا د ویاړ په مناسبت جوړې شوې، چې دغه سیالۍ د مبارزې او پومسې په دوو برخو کې ترسره کېږي. په دغو سياليو کې، د بلخ ترڅنګ د تخار، جوزجان، لغمان، سمنګان، لوګر او پکتیا ولایتونو ورزشکاران هم په کې ګډون لري. مسئولین وایي، د دغو سیالیو موخه د تکواندو ودې، د لوبغاړو هڅونه او د غوره استعدادونو پېژندنه ده.



