شنبه, اپریل 25, 2026
شنبه, اپریل 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه متضاد دریځونه

پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له رسېدو وروسته، ایراني او امریکايي چارواکو د دواړو هیوادونو د مخامخ خبرو د احتمال په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ ویلي، چې د ایراني پلاوي او د امریکا د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو هیڅ پلان نه شته. د هغه په وینا، ټاکل شوې چې پاکستاني چارواکي د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي، او ایراني پلاوی به خپلې اندېښنې او دریځونه له همدې لارې وړاندې کړي. خو بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ فاکس نیوز ته ویلي، چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ډونالډ ټرمپ سلاکار جرد کوشنر به د اسلام‌اباد د سفر پر مهال له عباس عراقچي سره په مستقیم ډول وګوري. سپینې ماڼۍ دا هم ویلي چې دا لیدنه د تهران په غوښتنه تنظیم شوې ده. د خبرو د پرمختګ نښې: لیویټ زیاته کړې، چې واشنګټن په وروستیو ورځو کې د ایران په دریځ کې د پرمختګ نښې لیدلي او هیله لري چې د اوونۍ په پیل کې ترسره کېدونکې خبرې نورې پایلې هم ولري. د هغې په خبره، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هم چمتو دی چې د پام وړ پرمختګ په صورت کې پاکستان ته سفر وکړي او په خبرو کې ګډون وکړي. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د داسې وړاندیز په چمتو کولو بوخت دی چې د واشنګټن غوښتنو ته ځواب ووایي، خو تر اوسه یې جزییات نه دي روښانه. هغه دا هم ویلي چې امریکا دا مهال له «اوسنیو مسوولو کسانو» سره په تماس کې ده، خو د مذاکره‌کوونکو نومونه یې نه دي یاد کړي. پر خبرواترو د تاوتریخوالي سیوری: د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د مذاکراتو پر دوهم پړاو سیوری اچولی دی. ایران ټینګار کوي چې پر خپلو بندرونو لګېدلې سمندري محاصره دې پای ته ورسېږي او دا اقدام د اوربند سرغړونه بولي. خو امریکا بیا د دې محاصرې دوام د خپلې خوښې له شرایطو سره د یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې تړلی بللی او په همدې لړ کې یې سیمې ته یوه بله الوتک‌وړونکې بېړۍ هم استولې ده.

- Advertisment -spot_img