شنبه, اپریل 25, 2026
شنبه, اپریل 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونیسف: تېر کال ۱۲ میلیونه افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې ۱۲ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی دی. د یونیسف د افغانستان استازي تاج‌الدین ایوالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۲ میلیونه ماشومان د (پولیو) پر وړاندې واکسین شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې له دغه شمېر سره ۹۸ سلنه ماشومان تر پوښښ لاندې راغلي دي. هغه دغه‌راز ویلي چې له ۱۶ میلیونه ډېرو کسانو د شري (سرخکان) واکسین هم ترلاسه کړی دی. په پیغام کې راغلي: «۱.۶ میلیونه دوزه پنټا-۳ هم تطبیق شوي دي.» ایوالي ټینګار کړی: «واکسین د انسانانو ژوند ژغوري او دا ډول پایلې زموږ د شریکانو د ژمنتیا ښکارندویي کوي. موږ د هغوی له ملاتړه مننه کوو.»

- Advertisment -spot_img