د شانګهای همکاریو سازمان غړیو هېوادونو په مسکو کې د یوې مشورتي غونډې پر مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه هېواد باید له جګړې، ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک وي. د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو ګډون کړی و او د سیمه ییز امنیت، سیاسي همکاریو او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې پراخ بحثونه ترسره کړي دي. ګډونوالو ویلي چې د یوه خپلواک، بې طرفه او باثباته افغانستان رامنځته کېدل د سیمې د امنیت او ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري. هغوی همداراز د افغانستان وضعیت د سیمې له عمومي امنیت سره تړلی بللی او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. په غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل، له طالبانو سره د عملي تعامل او د همکاریو د نویو لارو چارو په اړه هم خبرې شوې دي. د غونډې ګډونوالو څرګنده کړې چې د افغانستان په اړه باید یوه همغږې سیمه ییزه تګلاره رامنځته شي، څو د روانو ننګونو پر وړاندې اغېزمن ځواب ورکړل شي او د ثبات لپاره زمینه برابره شي. طالبانو تراوسه د دې غونډې او د افغانستان په اړه د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



