د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد به یې له ایران سره یوازې هغه مهال هوکړې ته رسېږي چې دا د امریکا او د هغې د متحدینو په ګټه وي. ټرمپ دا څرګندونې یوه تازه پیغام کې کړې او ټینګار یې کړی چې واشنګټن د هر ډول پرېکړې لپاره بېړه نه لري. نوموړي ویلي: “موږ کافي وخت لرو، خو ایران داسې نه دی – وخت د هغوی پر ضد روان دی.” هغه د امریکا د رسنیو پر ځینو راپورونو هم نیوکه کړې چې ګواکې دی غواړي جګړه ژر پای ته ورسوي او دا ادعاوې یې ناسمې بللې دي. ټرمپ د روان وضعیت په اړه د خپلو پخوانیو څرګندونو په دوام ویلي چې د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې دي. هغه ادعا کړې چې د ایران سمندري ځواک له منځه تللی، هوايي ځواک یې کمزوری شوی او د هوايي دفاع سیستمونه یې هم له کاره لوېدلي دي. د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې پر ایران لګېدلې کلابندي لا هم پیاوړې ده او که اړتیا وي، فشارونه به نور هم زیات شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دواړو هېوادونو د دویم پړاو مذاکراتو لپاره بشپړ اماده دی، خو تراوسه د هېڅ هېواد پلاوی حاضر نه دی چې دغه هېواد ته ورشي او خبرې پیل شي.



