پنجشنبه, اپریل 23, 2026
پنجشنبه, اپریل 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لبنان کې د یوې خبریالې به ګډون پنځه تنه وژل شوي

د راپورونو له مخې، د لبنان سوېل کې د اسرائیلو هوايي بریدونو له امله د یوې خبریالې په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یوه عکاسه ټپي شوې ده. الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه «الطیري» کلي کې شوې ده. سرچینې لیکلي چې په لومړي سر کې په یوه هوايي برید کې یو موټر په نښه شو چې له امله یې دوه کسان ووژل شول. څو ساعته وروسته په همدې سیمه کې پر یوه ودانۍ بل برید ترسره شو چې له امله یې خبریاله «امل خلیل» چې له «الاخبار» ورځپاڼې سره یې همکاري درلوده، تر خاورو لاندې شوه او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ. راپورونه ښيي چې دغه خبریاله له خپلې یوې بلې همکارې سره د لومړي برید د پوښښ لپاره سیمې ته تللې وه. د هغې عکاسه همکاره «زینب فرج» سخته ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده. الجزیزې دغه‌راز لیکلي چې پرون د لبنان سوېل کې د «یحمر الشقیف» پر ښارګوټي د اسرائیل بل برید کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نازک اوربند لا هم روان دی، خو د هغه د ماتېدو پېښې بیا بیا راپور شوې دي.

- Advertisment -spot_img