چهارشنبه, اپریل 22, 2026
چهارشنبه, اپریل 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو بیا زور اخیستی

د بشری حقونو د څار سازمان اعلان کړی، چې پاکستانی چارواکو له طالبانو سره د سرحدی جګړو له زیاتېدو وروسته د افغان کډوالو د خپلسرو نیونو او جبری اېستلو بهیر چټک کړی دی. دغه سازمان سه شنبه‌ د غویي پر ۲مه خبر ورکړی چې دغه اقدامات د دې لامل شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغان کډوال د روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، د پاکستان پولیس د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور عملیات ترسره کوي، خلک بې له کوم حکمه بندیانوي او په ډېرو مواردو کې ان د قانوني ویزې لرونکي افغانان په جبري توګه اېستل کېږي. د بشري حقونو د څار د افغانستان برخې څیړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند د دې لامل شوی چې خلک خوراکي او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې شي.» د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې ډېری بندیان توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي او بیا په زور افغانستان ته اړول کېږي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال تر ۱۴۶ زره ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او دغه بهیر د اپرېل له لومړۍ نېټې وروسته چټک شوی دی. د بشري حقونو د څار سازمان همداراز ټینګار کړی چې ځینې افغان کډوال د کار، توکو پېرلو یا ښوونځي ته د تګ پر مهال نیول شوي او په ځینو مواردو کې د هغوی د خلاصون په بدل کې د پیسو او بډو غوښتنه شوې ده.

- Advertisment -spot_img