د «رخشانه» په نوم رسنۍ د ایټالیا په پیروجا کې د ژورنالیزم په شلم نړیوال فسټيوال کې «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر مهال د راپور ورکولو» په اړه ګردۍ میز جوړ کړی و. د دغې ناستې جوړونکو دوشنبه د وري پر ۳۱مه په یوې خپاره کړي بیان کې ویلي چې په دغه میز کې په افغانستان کې د ښځو پر جوړښتي ځپنې، د ښځينه خبریالانو ننګونو او د دغه بحران اړوند د نړیوالې ټولنې پر نه پاملرنې بحث شوی دی. د بیان له مخې، دا ناسته د اروپا اینټرنیوز اجرایويي رییسې میرا له خوا مدیریت شوې او ویناوالې یې د رخشانې میډیا بنسټ ایښودونکې زهرا جویا، د سکای نیوز خبریاله الیکس کرافورډ او په کابل کې د رویټرز پخوانۍ خبریاله ایمي فیریس روټمن وې. د رخشانې میډیا بنسټ ایښودونکې زهرا جویا ویلي، هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي «جنسیتي اپارتاید» دی. مېرمن جویا زیاته کړې چې طالبانو پنځه کاله مخکې له ټولییز ژونده د ښځو د حذف لپاره جنسیتي اپارتاید رامنځته کړی دی. نوموړې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په ازادانه توګه د رسنیو فعالیت ناممکنه شوی او دا مهال خبریالان په ځانګړې توګه ښځې په پټه کار کوي. په بیان کې ویل شوي چې طالبانو له نوې اصولنامې سره پر ښځو فشار زیات کړی او هڅه یې کړې چې هر ډول خپلواک غږ چوپ کړي. هغوی له خبریالانو او رسنیو غوښتي چې د افغان ښځو روایتونه د خپلو راپورونو په مرکز کې راولي او د هغوی د ژوند او وضعیت په اړه شته واقعیتونه په کره توګه رسنیز کړي.



