دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان د پورونو کچه بې‌سارې لوړه شوې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد د اوسني حکومت په لومړیو دوو کلونو کې د فدرالي پورونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د راپورونو له مخې، حکومت په دې موده کې شاوخوا ۱۵ زره او ۷۲ میلیارد روپۍ پور اخیستی، چې دا د هېواد په تاریخ کې یو ریکارډ بلل کېږي. د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بنک) د تازه معلوماتو له مخې، دا زیاتوالی د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې راغلی دی. شمېرې ښيي چې په دې موده کې هره ورځ په اوسط ډول نژدې ۲۱ میلیارد روپۍ پور زیات شوی دی. د مرکزي بانک د جزییاتو له مخې، په دې دوو کلونو کې د کورنیو پورونو اندازه ۱۴ زره او ۴ میلیارد روپۍ زیاته شوې، او بهرني پورونه هم شاوخوا یوزرو ۶۸ میلیارد روپۍ لوړ شوي دي. له دې سره، تمه ده چې د پاکستان د فدرالي حکومت ټول پور د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې نژدې ۷۹ زره او ۸۸۲ میلیارد روپیو ته ورسېږي. د یادونې وړ ده چې د لنډمهالې (سرپرست) حکومت تر وروستیو میاشتو، یعنې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې، د پورونو کچه شاوخوا ۶۴ زره او ۸۱۰ میلیارد روپۍ وه، چې اوس په څرګند ډول لوړه شوې ده. اقتصادي متخصصان خبرداری ورکوي چې د پورونو دا چټک زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد جدي اغېزې کولی شي، او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img