دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې له لسګونه زره متشبثو مېرمنو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ

ملګري ملتونه وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه ډېرو ښځینه متشبثینو ملاتړ ترلاسه کړی دی. ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ، د (حمل په ۳۱مه) په ایکس شبکه کې په یوه پیغام کې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ۱۸ زره او ۶۱۶ ښځینه متشبثینو ملاتړ شوی دی. د دې سازمان په وینا، دې اقدام د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د ښځو ګډون، په ځانګړي ډول د کوچنیو او منځنیو شرکتونو په سکتور کې پياوړی کړی دی. ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو دوامداره محدودیتونه لا هم د عادلانه پرمختګ پر وړاندې یو اساسي خنډ دی. په دې راپور کې راغلي، په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو څخه ډېر کسان د مرستندویه پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي. همداراز، له ۴.۶ میلیونو څخه ډېر ماشومان د دې سازمان په ملاتړ په ښوونځیو کې شامل شوي او شاوخوا ۴۵ زره اوږدمهاله دندې رامنځته شوې دي. خو سره له دې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د کار محدودیتونه زیات شوي او یوازې لږ شمېر ښځینه متشبثینې لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځینه متشبثینو د پراخ ملاتړ خبر ورکوي، خو شته محدودیتونه لا هم د هېواد په اقتصاد کې د ښځو د حضور پر وړاندې جدي ننګونه بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img