دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلخ کې لسګونه روغتیايي کارکوونکې وروزل شوې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ۵۵ روغتیايي کارکوونکو، چې ۴۳ یې ښځې دي، په بلخ ولایت کې ځانګړې مسلکي روزنه ترلاسه کړې ده‌‌. د روغتیا نړیوال سازمان په یوه پیغام کې ویلي، دا کارکوونکي د روغتیا په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي. د دې سازمان په وینا، د دې روزنې موخه د غیر ساري ناروغیو د وختي تشخیص او راجع کولو پیاوړتیا ده. په دغو ناروغیو کې لوړ فشار، شکر، مزمن تنفسي ناروغۍ او عام سرطانونه شامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې دا پروګرامونه له ټولنو سره د روغتیايي خدماتو نږدې کولو کې هم مرسته کوي. دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې په روغتیايي انسټیټیوټونو کې له رسمي زده‌کړو بې برخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو له مخې، د افغانستان ډېری ولایتونه د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې خدماتو د پیاوړتیا هڅه کوي، په داسې حال کې چې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه او د ښځینه ډاکترانو کمښت لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه پاتې ده.

- Advertisment -spot_img