دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي د ټاکنې بهیر پیل کړ

ملګرو ملتونو تازه د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶ میلادي دورې لپاره د نوي سرمنشي د ټاکلو د رسمي بهیر له پیلېدو خبر ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا، دا بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال د نومبر په ۲۵مه د عمومي اسامبلې د رئیس او د امنیت شورا د رئیس په ګډ لیک سره پیل شوی او غړو هېوادونو ته د نوماندانو د معرفي کولو بلنه ورکړل شوې ده. په تایید شويو نوماندانو کې د ارجنټاین رافایل ماریانو ګروسي، د کوسټاریکا ربیكا ګرینسپن او د سینیګال پخوانی ولسمشر ماکي سال شامل دي. همدارنګه د ځینو نورو څېرو لکه میشل باشله او ویرجینیا ګامبا نوماندې وروسته بېرته اخیستل شوې دي. د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، له نوماندانو سره علني خبرې اترې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل په ۲۱ او ۲۲مه (د ۱۴۰۵ کال د غویي ۱ او ۲مه) ترسره کېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرې شي. په دغو بحثونو کې به نوماندان د ملګرو ملتونو د راتلونکي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړي. تر دې وروسته به د امنیت شورا وروستی نوماند عمومي اسامبلې ته د تصویب لپاره وړاندې کړي.

- Advertisment -spot_img