د اندونیزیا په سولاویسي سیمه کې یوه مسافر وړونکې الوتکه د الوتنې پر مهال له کنټرول وتلې او په غرنیو سیمو کې غورځېدلې ده. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ټول ۱۰ تنه سپاره وو، چې په کې ۳ مسافر او ۷ د عملې غړي شامل وو او ټول په پېښه کې وژل شوي دي. الوتکه د یوجیاکارتا له هوايي ډګر څخه د ماکاسار پر لور روانه وه، خو د سولاویسي غرنۍ سیمې ته نږدې یې له هوايي کنټرول سره اړیکه پرې شوې وه. وروسته د لټون او ژغورنې ټیمونو الوتکه په یوه لرې غرني سیمه کې موندلې ده. د اندونیزیا د ټرانسپورټ ادارې ویلي چې د پېښې دقیق علت لا نه دی روښانه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.



