د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی وايي چې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي. محمد صادق خان په ایکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د ترهګرۍ، اړوندو ګواښونو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په اړه خبرې کړي. هغه زیاته کړې، چې په دې خبرو کې د همغږۍ او ګډ تعامل پر اهمیت هم ټینګار شوی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرو شپږو میاشتو کړکېچونو له امله پولې تړل شوي او سوداګري هم زیانمنه شوې ده. وروستۍ نښتې د فبرورۍ میاشت کې پیل شوې وې، خو د چین په منځګړیتوب دا کړکېچونه تر یوه حده کم شوي دي.



