د نويو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی عليرضا جامي نن د ازبيکستان نړۍوالو سیالیو کې له خپل روسي سیال سره لوبه کوي. د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون ویلي، چې عليرضا جامي نن د ازبيکستان په کوربهتوب نړۍوالو سیالیو کې په منفي ۶۸ کیلوګرام وزن کې له خپل روسي سیال سره لوبه کوي. سرچینې زیاته کړې، جامي که د خپل روسي سیال پر وړاندې بریالی شي، په دویمه لوبه کې به د مالدیف له لوبغاړي سره مخ شي او وروسته به له ایراني سیال سره لوبه ولري. د نویو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د ازبيکستان په کوربهتوب روانې دي، چې پکې له افغانستانه څلورو لوبغاړو ګډون کړی دی. د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست معلوماتو له مخې، د نویو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د ازبيکستان په کوربهتوب د افغانستان په ګډون له ۱۱۶ هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو ګډون کړی دی.



