نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. رویټرز راپور ورکړی، چې دا پېښه چهارشنبه د اپریل پر ۱۵مه د ترکیې سویلختیځ اړوند په یوه منځني ښوونځي کې شوې. دا له تېرو دوو ورځو راهیسې دویمه پېښه ده، چې د ترکیې په ښوونځيو کې شوې ده. د راپور له مخې، ډزې یوه زدهکوونکي کړې دي. په دې پېښه کې درې زدهکوونکي او یو ښوونکی وژل شوی دی. پرون هم د ترکیې سوېل خیتځ اړوند په یوه منځني ښوونځي کې د ورته پېښې له کبله ۱۶ کسان ټپيان شوي وو.



