د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) په یوه نوي راپور کې ویلي چې افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو په منځ کې له هر پنځو څخه یوازې یوه هم عاید نه شي ترلاسه کولای، او دا مهال یوازې ۱۷ سلنه یې په کار بوختې دي. راپور خبرداری ورکوي چې د دغو ښځو ټیټه کاري ونډه کولی شي د کورنیو پورونه او د خوړو ناامني لا زیاته کړي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د راپور له مخې، که څه هم ډېرې ښځې له ایران او پاکستانه د مهارتونو له لرلو سره هېواد ته ستنېږي، خو په افغانستان کې د کار فرصتونه نژدې له منځه تللي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه ښځې نه شي کولای خپلې مسلکي، تخنیکي او ډیجیټلي وړتیاوې وکاروي. همداراز، له ایرانه د راستنېدونکو ښځو په منځ کې له هر څلورو څخه تر درې ډېرې او له پاکستانه نژدې دوه پر درې برخه ښځې اوس بېکاره دي، چې دا د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو د ګډون پر وړاندې د اساسي خنډونو ښکارندویي کوي. دا موندنې له ۷۰۰ څخه د زیاتو راستنو شویو ښځو د سروې او مرکو پر بنسټ دي، چې په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوې دي، او د پراخ اقتصادي محرومیت انځور وړاندې کوي. راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۵.۵ میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې له امله یې پر کمزورو سیمهییزو اقتصادونو او محدودو کاري بازارونو بېساری فشار زیات شوی دی. د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونه، مالي سرچینو ته کم لاسرسی او د بازار کمزوري فرصتونه د هغو مهمو خنډونو له ډلې دي چې ډېرې راستنېدونکې ښځې یې د عاید له ترلاسه کولو بېبرخې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د عایداتي پروګرامونو، د مهارتونو د زدهکړې او مالي ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو پیاوړتیا نه یوازې د کورنیو د ثبات لپاره، بلکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره هم حیاتي ده.



