چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو حکومت غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرسته لېږلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان څخه د غزه خلکو ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې لېږل شوې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه مرستې د چهارشنبې په ورځ، ۲۶ د حمل ۱۴۰۵، د رفح بندر له لارې غزې ته رسېدلې او ټاکل شوې چې شاوخوا ۲۲ زره کورنیو ته ووېشل شي. د اعلامیې له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي، کالي او نور اړین مواد شامل دي، چې ارزښت یې نږدې ۵۰۰ زره ډالره ښودل شوی او د ۴۲ موټرو له لارې لېږدول شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو اغېزمنو بنسټونو غوښتي، چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین موضوع باید د تاریخي واقعیتونو او د فلسطین د خلکو د حقونو پر بنسټ حل شي. دا مرستې داسې مهال لېږل کېږي، چې د ملګري ملتونه د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img