د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې له څو اونیو ویجاړۍ او کړاو وروسته دا روښانه شوې چې د منځني ختیځ د روان کړکېچ لپاره هيڅ نظامي حللاره نشته. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکسپاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «زه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوم څو یوې هوکړې ته ورسېږو.» هغه پرته له دې چې مستقیم ایران او امریکا ته اشاره وکړي، ټینګار کړی چې اوربند باید په بشپړه توګه وساتل شي او ټولې سرغړونې دې پای ته ورسېږي. نوموړي همداراز له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د تګ راتګ ازادۍ ته، په ځانګړي ډول هرمز تنګي کې د نړۍوالو قوانینو له مخې درناوی وکړي. د یادونې ده، ایران او امریکا تېره اوونۍ پر دوه اوونیز اوربند هوکړه کړې ده.



