اوکراین او روسیې تازه اعلان کړی، چې د عیسویانو د اخترپه مناسبت هر یوه ۱۷۵ بندیان یو له بل سره تبادله کړي دي. د اوکراین ولسمشر ویلي، خوشې شوي کسان سرتېري او ملکي وګړي دي، چې ډېری یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې بندیان وو. د روسیې دفاع وزارت هم د خپلو بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دا تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې ده. دواړو خواوو همدا راز د ۳۲ساعتونو لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې ده. د یادونې ده چې د روسیې او اوکراین جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې او تر اوسه یې د پای لپاره څرګنده حللاره نه ده موندل شوې.



