جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې پر اوکراین سمندري او هوايي بریدونه کړي

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې ځواکونو د شپې په مهال د بېلابېلو ښارونو پر استوګنیزو سیمو د ډرونونو پراخ بریدونه کړي دي، چې په پایله کې لږ تر لږه درې ښځې ټپیانې شوې دي. د راپورونو له مخې، په سلوویانسک ښار کې ډرون بریدونو دوه کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۲۰ نور کورونه یې زیانمن کړي دي. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې درې ښځې په دې پېښه کې ټپیانې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي. په کونوتوپ ښار کې بیا پر څو پوړیزه ودانۍ د ډرون برید برید شوی، چې د استوګنې ودانۍ ته یې زیان اړولی دی. د راپور له مخې، دا ښار د روسیې پولې ته نږدې موقعیت لري او له ۲۰۲۲ کال راهیسې څو ځله پرې برید شوی دی. همدارنګه په اودېسا سیمه کې هم د استوګنې ودانیو او یوې مهمې زیربنا ته زیان رسېدلی دی. چارواکي وايي چې بریدونه له سمندر او هوا دواړو لورو ترسره شوي دي. د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي په همدې شپه لسګونه ډرونونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویشتل شوي او ډېر یې شنډ شوي، خو ځینې بیا پر هدف لګېدلي دي. چارواکي وايي چې دا بریدونه د وروستیو ورځو د پرله‌پسې حملو برخه ده، چې د جګړې په جریان کې د ملکي خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

- Advertisment -spot_img