د افغانستان ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما، پر ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر مدافعه بنسټونو نیوکې کړي او هغوی یې د افغان ښځو د وضعیت په وړاندې په “نمایشي” غبرګونونو تورن کړي دي. سما په خپله ایکس پاڼه لیکلي، که چېرې نړۍ واله ټولنه نه شي کولای یا نه غواړي چې په افغانستان کې روان وضعیت د “جنسیتي اپارټایډ” په توګه په رسمیت وپېژني، نو باید د افغان ښځو له نوم څخه د ځان په ګټه کار وانخلي. سما وایي، نړۍ وال بنسټونه دې د تشو پوسټونو او نمایشي عکس العملونو له لارې ځانونه د بشري حقونو اتلان نه ښيي. هغې په ټینګار سره غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه باید د جنسیتي اپارټایډ په توګه وپېژندل شي. مریم سما په خپل دغه پیغام کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، د بشري حقونو د څار سازمان، بښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو اروپایي او امریکایي سیاستوالو ته په اشارې سره ویلي چې د افغان ښځو له درد څخه دې د خپلو بشري ارزښتونو د تمثیل لپاره وسیله نه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د لګول شویو بندیزونو له امله په نړۍ واله کچه په طالبانو نیوکې روانې دي، خو یو شمېر فعالان دغه نیوکې یواځې په لفظي کچه بولي او د عملي ګامونو غوښتنه کوي.



