شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ننګرهار کې ترافیکي پېښې ٣٣ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ننګرهار مرکز، جلال‌اباد په حلقوي سړک د کډوالو لوی موټر ترافیکي پېښه کړې، چې له امله یې یو کس مړ او ۳۵ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده. ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا ترافیکي پېښه د تخنیکي ستونزې له امله شوې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. په دې اړه د ولایت د رسنیو دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د ټپيانو روغتیايي حالت «ښه» بلل شوی او د درملنې لپاره یې د لازمو اقداماتو سپارښتنه شوې ده. د یادولو ده، چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعات بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img