د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه نن ازبيکستان ته ولاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنه ملي لوبډله د د ۲۰۲۶ م کال اسیا «کافا» اتلولۍ سیالیو کې د ګډون موخه نن سهار د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند ته روانه شوه. دغه سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، ازبېکستان، تاجيکستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. ټاکل شوې چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې اپرېل میاشتې په شپږمه له قرغیزستان سره ترسره کړي.



