شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کندهار او هلمند کې سېلونو شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه وران یا زیانمن کړي

د وروستیو شدیدو بارانونو له امله په کندهار او هلمند ولایتونو کې سیلونو نژدې ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه یې ویجاړ کړي او لږ تر لږه دوه تنه پکې مړه شوي دي. په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ویاند نجیب‌الله رحماني ویلي: «د تېرې شپې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، د ښار په مرکز او ولسوالیو کې ۵۸۵ کورنۍ زیانمنې شوې دي.» د کندهار د کرنې ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل، وویل: ډېری زیانونه د ژړۍ ولسوالۍ په شپږو سیمو کې اوښتي، چې شاوخوا ۳۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه په کې له منځه تللې ده.» سیلونو همداراز د زابل او ارزګان ولایتونو اوسېدونکو ته هم مالي زیانونه اړولي دي. زیانمن شوي خلک له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي. سېل ځپلي خلک وايي، چې ټوله هستي او نېستي یې له لاسه ورکړې او په میدان پاتې دي. چارواکي وایي چې بیړنۍ مرستې پیل شوې دي، او تېره شپه په کندهار او هلمند کې سلګونه کسان د سېل له اوبو څخه ژغورل شوي دي. د هوا پیژندنې اداره نن ورځ هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او سیلونو اټکل کړی دی.

- Advertisment -spot_img