یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ایران کې موخو ته نږدې شوي یوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټلویزیوني وینا کې امریکایانو ته ویلي، چې امریکا په ایران کې نږدې خپلو ټولو موخو ته رسېدلې خو د جګړې د پایته رسولو لپاره یې کره نېټه په ډاګه نه کړه. رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ ویلي، “د ایران هوایي او سمندري ځواک یې له منځه وړی” او د دغه هېواد اټومي او توغندیز پروګرام یې هم کمزوری کړی دی. خو ټرمپ په دې اړه هېڅ هم ونه ویل چې دا جګړه به څنګه او کله پایته رسول کیږي. د امریکا ولسمشر په دې وینا کې د ایران د یورانیمو او هرمز تنګي د مهمو موضوعاتو په اړه هېڅ هم ونه ویل، هغه موضوع چې خلکو یې په اړه د جزییاتو تمه لرله. ډونالډ ټرمپ ویلي چې هرمز تنګی به د جګړې له پایته رسېدو وروسته خپله خلاص شي. د ټرمپ تر وینا وروسته په نړۍوال بازار کې د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او د خلکو په منځ کې د جګړې د اوږدېدو اندېښنې زیاتې شوې.

- Advertisment -spot_img