چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران په بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات ویشتلي

د سیمې پر هېوادونو د ایران د توغندیزو بریدونو په دوام، دا ځل په بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات په نښه شوي دي. د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې په بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات د ایران له لوري په نښه شوي دي.  تر دې مخکې د بحرین کورنیو چارو وزارت هلته د ایران له لوري د یو شرکت په نښه‌کېدو خبر ورکړی و، خو د امازون شرکت نوم یې نه و یاد کړی.   بلخوا د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې په منځني ختیځ کې به د امریکایي شرکتونو په ګډون د مایکروسافت، ګوګل، اپل او میټا تاسیسات په نښه کړي. خو امازون شرکت تر اوسه د ایران د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.  پر ایران د امریکا – اسرائیلو په بریدونو شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي، خو لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند کومه نښه نه لیدل کېږي.  خو د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښايي تر راتلوونکو دوو دریو اوونیو پورې د ایران جګړه پایته ورسوي. ټرمپ له خپلو متحدینو ګیله‌من ښکاري چې ګواکې له امریکا سره یې د ایران پر وړاندې پوځي اقداماتو کې برخه نه ده اخیستې.

- Advertisment -spot_img