شیلي کليسټن چې امريکايي خبرياله ده، د بغداد په مرکز کې د وسلهوالو کسانو لهخوا تښتول شوې ده. يادې خبريالې مخکې خپل ټول ژوند په ایټالیا کې تېر کړی و او د یوه ایټالوي خبري اژانس لپاره یې کار کاوه. هغې همدارنګه د خپلواکې خبریالې په توګه له وېبپاڼو او ورځپاڼو لکه «المونتیر» سره همکاري کړې ده. د عراق د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د يادې خبريالې د تښتونې په تړاو يو مشکوک کس نيول شوی دی. دغه وزارت زیاته کړې، چې د نورو وسلهوالو کسانو د موندلو او د خبریالې د ازادولو لپاره د دوی هڅې دوام لري. د عراق د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې هېڅ ډول هڅه به د امنیت د ګواښ یا د بهرنیو مېلمنو د هدف ګرځولو لپاره ونه منل شي.



