افغان خبریالې او ټولنیزې فعالې، ذکیې وحدت، د هالنډ ډ یموکراټ ګوند له لوري د زوترمیر ښاروالۍ شورا ته د افغانې څانګې صدیقي د بریا له کبله هغې ته مبارکي ویلي. وحدت د څانګې صدیقي بریا د ټولو افغان مېرمنو لپاره یوه هڅوونه، هیله بښونکې او هغه یې د نوموړې د شخصي هڅو پایله بللې ده. نوموړې د هېواد نجونې او ښځې هڅولي که مناسب فرصتونه لري، کولای شي په کور دننه او بهر کې په بېلابېلو برخو کې مثبت او اغېزناک خدمتونه تر سره کړي. ذکیې وحدت د څانګې صدیق دا بریا، د افغان نجونو لپاره د هڅې یوه بېلګه بللې او هغې ته یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله ښودلې ده.



