جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان دې پر یوه آزاد، باثباته او خپلواک افغانستان تمرکز وکړي

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر وایي، تر هغه چې پر افغانستان د واکمنۍ او کنټرول لیدلوری بدل نه‌شي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې نه شي. د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن، په ډېره اسماعیل خان کې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې، د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانیو تګلارو نتیجه نه ده ورکړې. هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د نفوذ د هڅو پر ځای، پر یوه آزاد، باثباته او خپلواک افغانستان تمرکز وکړي. د هغه په وینا، دا پوښتنه باید مطرح شي چې ولې د تېرو څو لسیزو ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي. فضل‌الرحمن زیاته کړې چې باید ټول مسؤلیت یوازې د افغانانو پر اوږو وانه چول شي. د هغه په باور، پاکستان هم باید خپلې تېروتنې وڅېړي او افغانستان یوازې یو حکومت نه، بلکې یو ملت دی، د ده په خبره هغه ملت چې له د پاکستان له خلکو سره تاریخي، کلتوري او ټولنیزې اړیکې لري. د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر همدارنګه خبرداری ورکړی چې، په افغانستان کې د رژیم د بدلون سیاست په یوه نه پایېدونکې کړۍ بدل شوی دی. هغه د تېر وخت پېښو ته په اشارې سره ویلي، پاکستان په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان له بېلابېلو بدلونونو ملاتړ کړی، خو مطلوبه پایله نه ده ترلاسه شوې. فضل‌الرحمن همدارنګه د امریکا پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، د دې هېواد تګلارې د سیمې په اړه دوه‌ګونې او د پوښتنې وړ دي. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید په خپلو پرېکړو کې خپلواک وي او د خپلو خلکو ګټې په پام کې ونیسي. په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچونه دوام لري، د فضل‌الرحمن څرګندونې ښيي چې د پاکستان دننه هم د افغانستان په اړه د پخوانیو تګلارو پر وړاندې انتقادي لیدلوري زیاتېږي.

- Advertisment -spot_img