سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګرو ملتونو له طالبانو او پاکستانه غوښتي چې د دایمي اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی «ریچارډ بینت» له طالبانو او پاکستانه وغوښتل چې د دایمي اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. بینت نن په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې پاکستان او طالبان باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي. هغه په کابل کې د امید د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د برید په اړه د چټکې، خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه هم وکړه. د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې د تېر کال د کب ۳مه په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستاني بریدونو سره پیل شوې او د دې میاشتې تر ۲۷ نیټې پورې دوام وکړ. تېره اوونۍ، دواړو خواوو اعلان وکړ، چې دوی د کوچني اختر په مناسبت او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په یو بل بریدونه بند کړي دي. د اوچا په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو په پایله کې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، چې ټولټال شاوخوا ۱۱۵ زره کسان دي. د دې بریدونو په پایله کې له ۳۱۸ څخه زیات کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي. طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت د لنډمهاله اوربند اعلان کړی و، چې اوس پای ته رسېدلی دی.

- Advertisment -spot_img