د جورج ډبلیو بوش څېړنیز مرکز سه شنبه د مارچ ۲۳ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم، یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو بندیز د نړیوالو اندېښنو په سر کې ځای نیولی دی. یاد مرکز ویلي چې دا پنځم پرلهپسې کال دی، چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه محرومې ساتل کېږي. د راپور له مخې، د دغه مرکز د نړیوال سیاست مشره، ناتالي ګونیلا پلتس د افغانستان پروژې په پوډکاسټ (پاډکاسټ) کې د افغانستان د وضعیت په اړه تفصیلي خبرې کړې دي. هغې ویلي، چې د جګړو، سیاسي بدلونونو او وروستیو محدودیتونو دوام د افغانانو پر ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر راتلونکي، ژور اغېز کړی دی. نوموړې ټینګار کړی، چې د نجونو د زدهکړو بندیز د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او دا به د ټولنې پر اوږدمهاله پرمختګ منفي اغېزې ولري. په راپور کې همدارنګه راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه یوازې څرګندونې د وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي. د مرکز په باور، د نړیوال فشار زیاتوالی، د بشري مرستو دوام، او د بدیلو تعلیمي لارو پراختیا هغه مهم اقدامات دي چې، کولی شي د اوسني بحران په کمولو کې مرسته وکړي. جورج ډبلیو بوش ولسمشریز مرکز، یو امریکایي غیرانتفاعي بنسټ دی، چې د پخواني ولسمشر جورج بوش له خوا جوړ شوی او په دلاس کې موقعیت لري. دغه مرکز د عامه پالیسۍ، تعلیم، دیموکراسۍ او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي او د نړیوالو مسایلو په اړه څېړنې او عامه پوهاوی خپروي.



