سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا له طالبانو د نورو بندیانو خوشې کېدل غوښتي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له بند څخه د خوشي شوي زنداني ډېنیس کویل په تړاو د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه مننه کړې. مارکو روبیو ویلي: «موږ د متحده عربي اماراتو څخه مننه کوو چې د ډېنيس د خوشې کېدو په برخه کې یې مرسته وکړه. همدارنګه د قطر د دوامدار ملاتړ او د هغو امریکایانو د ملاتړ قدرداني کوو، چې په ناحقه په افغانستان کې بندیان دي. که څه هم دا د طالبانو له لوري یو مثبت ګام دی، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده. موږ لا هم د محمود حبیبي، پاول اوربي او ټولو هغو امریکایانو سمدستي خوشې کېدل غواړو چې په ناحقه بندیان دي». د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د مشر د «شفقت» او د سترې محکمې له مخې یې ډېنیس کویل خوشې کړ. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د کویل خوشې کول د هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا لپاره ترسره شوي دي. وزارت زیاته کړې، چې هیله لري امریکا او افغانستان به خپلې پاتې ستونزې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي. روبیو پخوا خبرداری ورکړو چې «طالبان دې د رغمل نیولو ډیپلوماسي  پای ته ورسوي». د ټرمپ ادارې همدارنګه د کویل د درې خوېندو هڅې وستایلې، چې د هغه د خوشې کولو په بهیر کې یې مهم رول درلود.

- Advertisment -spot_img