د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي له امریکا او اسرائیل وغوښتل چې د ایران پر «ملکي او حیاتي زیربناوو» برید ونه کړي او ویې ویل چې دغه بنسټونه د ایران په خلکو او د هېواد په راتلونکې پورې تړاو لري. هغه د امریکا د ولسمشر ډونال ټرمپ د وروستیو ګواښونو په غبرګونو کې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په خپور کړي پیغام کې، ټینګار وکړ چې «ایران او اسلامي جمهوریت سره یو شی نه دي.» پخواني ولیعهد زیاته کړه: «زه له ولسمشر ټرمپ او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو غوښتنه کوم چې د رژیم او د هغه د ځپونکي سیستم پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، خو په عین حال کې دې د ایران ملکي او حیاتي زیربناوې وساتي، ځکه خلک یې د خپل هېواد بیا رغونې ته اړتیا لري.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګي بېرته پرا نه نیزي، نو امریکا به د دې هېواد پر برېښناکوټونو بریدونه وکړي. د ټرمپ دې ګواښ غبرګونونه پارولي دي.



