ایران د اسراییل د اصلي اټومي څېړنیز مرکز ته نږدې پر دوو سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې څو تنه ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې دا بریدونه د روانې جګړې د لا پراخېدو نښه ده او سیمه کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي. په همدې حال کې، د اسراییل دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او امریکا له لوري به پر ایران بریدونه “په پام وړ ډول زیات شي.” بل لور ته، برېتانیا هم ایران غندلی، چې د هند سمندر کې یې د دیګو ګارسیا ګډه پوځي اډه هدف ګرځولې ده. شنونکي وايي د دې برید واټن ښيي چې ایران کولای شي اوږد واټن ویشتونکې توغندي وکاروي. همداراز راپورونه وايي، چې د ایران د نطنز اټومي تاسیسات هم په هوايي برید کې په نښه شوي، خو د ایراني چارواکو په وینا د وړانګو خپرېدو کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. اسراییل د دې برید مسئولیت رد کړی دی. د یادونې وړ ده، چې امریکا او اسراییل د جګړې لپاره بېلابېل دلیلونه وړاندې کوي، خو تراوسه د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.



