پنجشنبه, مارچ 19, 2026
پنجشنبه, مارچ 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جهانوي کپور: کابل کې پر روغتون برید؛ انسانیت او نړیوال قوانین چېرته دي؟

د بالیووډ ځوانې ستورې جهانوي کپور په کابل کې د “امید” روغتون پر ودانۍ د پاکستاني جیټ الوتکو بمبارۍ ته په غبرګون کې سخت ټکان خوړلی او د انسانیت او نړیوالو قوانینو پر نشتوالي یې جدي پوښتنې راپورته کړي دي. نوموړې په ډېر درد سره لیکلي، چې په افغانستان کې پر روغتون دغه برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی دی. جهانوي کپور ویلي، چې په دغه برید کې ناروغان، ماشومان او بې‌ګناه انسانان په څو ثانیو کې له منځه لاړل. هغې پوښتنه کړې: “نړیوال قوانین اوس چېرته دي؟ انسانیت اوس چېرته دی؟” هغې د کابل د هغو لمبو انځورونه هم شریک کړي، چې وړمه شپه یې د روغتون ودانۍ په ایرو بدله کړه.

- Advertisment -spot_img