افغانستان د لومړي ځل لپاره د واټیزو ورزشونو د نړۍوال سازمان «کارډو» غړیتوب ترلاسه کړی دی؛ هغه غړیتوب چې د دغه هېواد ورزشکارانو ته د دغه بنسټ په نړۍوالو پروګرامونو او سیالیو کې د ګډون زمینه برابروي. په افغانستان کې د واټیزو ورزشونو مسئولينو ویلي چې د دغه غړیتوب په ترلاسه کولو سره افغان ورزشکاران د نړۍ له هغو هېوادونو سره یو ځای شوي، چې د واټیزو ورزشونو او واټیز کلتور په برخه کې فعال دي او کولی شي د دغه سازمان په نړۍوالو سیالیو او پروګرامونو کې برخه واخلي. د مسئولینو په وینا، دا غړیتوب د سلمان سلطاني، چې په افغانستان کې د واټیزو ورزشونو رییس او بنسټګر دی، د هڅو په پایله کې ترلاسه شوی دی. هغه همدارنګه په افغانستان کې د «کارډو» نړۍوال سازمان د سفیر په توګه هم معرفي شوی دی. د دغه ورزشي څانګې مسئولین وایي، چې د دغه سازمان غړیتوب کولای شي په نړۍواله کچه د افغانستان د واټیزو ورزشونو د ښه پېژندنې زمینه برابره کړي او د ځوانو ورزشکارانو د ګډون او ودې لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.



