دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ساکس: د جنګ پر دوام ممکن اسراییل بیخي له منځه لاړ شي

ډېوېډ ساکس، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د مصنوعي ځیرکتیا او کریپټو (مجازي پیسو) چارو سلاکار دی، خبرداری ورکړی، چې که د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه دوام وکړي، ښايي اسرائیل له جدي خطر سره مخامخ شي. ساکس په یوه پوډکاسټ کې ویلي، چې متحد ایالتونه باید د بریا اعلان وکړي او له جګړې ووځي. هغه وویل: «اوس ښه وخت دی، چې د بریا اعلان وکړو او له دې جګړې ووځو.» د هغه په وینا، امریکا د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړې او اوس باید له دې کړکېچ څخه د وتلو لاره ولټوي. هغه زیاته کړه: «که د جګړې زیاتوالی ښه پایله ونه لري، نو باید فکر وشي چې څنګه تاوتریخوالی کم کړو. زما په نظر د تاوتریخوالي کمول ښايي د اوربند د یو ډول هوکړې یا له ایران سره د مذاکراتي تړون له لارې ممکن شي.» ساکس همدارنګه خبرداری ورکړی، چې اسرائیل د ایران له لوري تر بل هر وخت ډېر تر بریدونو لاندې دی او دا لا د جګړې د پیل یوازې دوې اوونۍ وتلي دي. هغه وویل: «که دا جګړه څو اوونۍ نور هم وغځېږي… ممکن اسرائیل په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.» اسراییلي ورځپاڼې هاآرتص چې د بنیامین نتانیاهو د ښي اړخي حکومت منتقده ده، د ساکس څرګندونې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې اوسنی زیان تر هغه ۱۲ ورځنۍ جګړې کم دی، چې د همدې کال د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې شوې وه. د یادې ورځپاڼې په وینا، په هغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې له ایران څخه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو شمېر ډېر زیات و. که څه هم اوس د خطر زنګونه ډېر کړنګېږي، خو په هر برید کې د توغندیو شمېر کم وي او د پخوانۍ جګړې پرتله مرګ‌ژوبله، د ودانیو زیان او د ملکي وګړو بې‌ځایه کېدل ډېر وو. امریکا او اسرائیل د کب په نهمه پر ایران بریدونه پیل کړل. ایران او په لبنان کې د هغه متحد حزب‌الله په ځواب کې پر اسرائیل او د منځني ختیځ په ځینو نورو هېوادونو بریدونه کړي دي. د دې جګړې له امله هرمز تنګی تړل شوی، نړیوال بازارونه ګډوډ شوي او د تېلو بیې لوړې شوې دي. خو له بلې خوا د اسراییل د پوځ ویندوی پرون ویلي چې لا هم په ایران کې زرګونه هدفونه شته چې دوی به پرې بریدونه وکړي.

- Advertisment -spot_img