د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، سره له دې چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لېوالتیا ښودلې؛ خو هغه له تهران سره د هوکړې کولو ته چمتو نهدی. هغه د یکشنبې په ورځ (د کب په ۲۴مه) له «اېنبيسي نیوز» شبکې سره په ټلېفوني مرکه کې ویلي: «ایران غواړي تړون وکړي؛ خو زه لا هم شرایط مناسب نهوینم او نهغواړم خبرو ته داخل شم.» ټرمپ په دې مرکه کې د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهیي د وضعیت په اړه هم شک څرګند کړ او ویې ویل، چې نهپوهېږي هغه ژوندی دی که نه. هغه زیاته کړه: «تر اوسه هېچا د هغه شتون نهدی ثابت کړی. ما اورېدلي، چې ښايي ژوندی نهوي او که ژوندی وي نو باید هوښیار تصمیم ونیسي او تسلیم شي.» د امریکا ولسمشر همدارنګه ادعا وکړه، چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران د خارګ ټاپو ډېره برخه ویجاړه کړې ده او ښايي د «تفریح لپاره» پرې نور بریدونه هم ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا او اسرائیل پخوا هم پراخ توغندیز بریدونه کړي دي او دا ډول اقدامات به دوام ولري.



