دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر د امریکا او چین مخالفت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت) د غځولو موضوع ارزوي، خو د دغه ماموریت د مودې او شرایطو په اړه د غړو ترمنځ اختلافونه لا هم دوام لري. د امریکا متحده ایالات د درې میاشتو لنډمهاله غځولو غوښتنه کوي او د معمول په څېر د یو کال غځولو سره مخالفت لري، څو د دغه ماموریت اغېزمنتیا بیا وارزول شي. چین، چې د افغانستان د موضوع د مسودې مسئولیت لري، په پیل کې د یو کال د غځولو وړاندیز کړی و، هغه تګلاره چې له کلونو راهیسې دود وه، خو امریکا ورسره مخالفت کړی دی. د شورا ځینو غړو خبرداری ورکړی، چې لنډمهاله غځونه ښايي د طالبانو له چارواکو سره د یوناما د تعامل وړتیا محدوده کړي. وروستۍ مسوده، چې تمه کېږي سبا (د کب په ۲۵مه) تصویب شي، د بشري حقونو په اړه بې‌ساری ټینګار لري او پراخ محدودیتونه په‌کې شامل دي. د دې پرېکړې له مخې به د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ م کال د مارچ له ۱۶مې د جون تر ۱۷مې وغځول شي. په دې سند کې د طالبانو د محکمو جزایي قوانینو او همدارنګه د ملګرو ملتونو مرکزونو ته د افغان ښځو د ننوتلو د بندیز موضوع ته هم نغوته شوې ده. په لومړنیو سلا مشورو کې ډنمارک او لاتویا د بشري حقونو د پیاوړتیا غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې روسیې پر اقتصادي همکارۍ او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ټینګار کړی دی. امنیت شورا همدارنګه د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي، چې د یوناما د مشرتابه لپاره یو نوی ځانګړی استازی وټاکي؛ هغه څوکۍ چې له شپږو میاشتو راهیسې تشه پاتې ده. وروستي بدلونونه ښيي، چې پر طالبانو فشارونه زیات شوي او د یوناما د ماموریت د اوسني چوکاټ د دوام په اړه شکونه هم ډېر شوي دي.

- Advertisment -spot_img