د ملګروملتو امنیت شورا اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه به په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت، یوناما د دندې د غځولو د پرېکړهلیک پر مسوده رایې واخلي، څو د دې ماموریت موده د ۲۰۲۶ م کال د جون تر ۱۷مې پورې وغځول شي. د امنیت شورا د نوي راپور له مخې، د سږ کال خبرې اترې د دې پرېکړهلیک د مسودې په اړه ستونزمنې وې او د غړو ترمنځ د نظراختلاف موجود و. که دغه پرېکړهلیک تصویب شي، د یوناما ماموریت به یوازې د درې میاشتو لپاره وغځول شي. پخوا د امریکا متحد ایالتونه د یوناما د ماموریت د غځولو ننګه کوله خو اوس داسي ښکاري، چې امریکا نه غواړي یوناما په افغانستان کې پاتې شي. د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت په وروستیو کې له دې امله هم ډېر مهم شوی، چې پر افغانستان د پاکستان د بمباریو او بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مستندوي. امنیت شورا تېر کال د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ م کال د مارچ تر ۱۷مې پورې غځولی و. داسې ویل کېږي، چې اختلاف هغه مهال رامنځته شو کله چې د امریکا متحدوایالتونو د درې میاشتو تخنیکي تمدید غوښتنه وکړه. د امریکا په وینا، لنډ تمدید به امنیت شورا ته دا فرصت ورکړي، چې د اوږدمهاله تمدید تر پرېکړې مخکې د یوناما د ماموریت هر اړخیزه ارزونه وکړي. امریکا استدلال کړی، چې د ملګرو ملتونو په ماموریتونو کې ډېر لګښت لري او په ډېر پېچلي چاپېریال کې فعالیت کوي، نو امنیت شورا باید لومړی دا وارزوي، چې ایا دا ماموریت لا هم مناسب او عملي دی که نه. د راپور له مخې، د مارچ په درېیمه چین چې د پرېکړهلیک د متن د چمتو کولو مسئولیت لري، د امنیت شورا غړو ته د مسودې لومړنی متن واستاوه چې په کې د یوناما د ماموریت د یو کلن تمدید وړاندیز شوی و. خو له سلا مشورو وروسته چین د امریکا وړاندیز هم ومانه او د مسودې په درېیمه اصلاح شوې بڼه کې یې د درې میاشتو تمدید شامل کړ. یوناما یا د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت د ۲۰۰۲ م کال د مارچ په ۲۸مه د امنیت شورا د ۱۴۰۱م پرېکړهلیک له مخې جوړ شو. یوناما پر افغانستان د پاکستان په بمباریو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو راپور ورکړی، چې ګومان کېږي همدا مسئله سبب شوه چې امریکا د دې ماموریت له دوام سره مخالفت وکړي.



