په کينيا کې د روسيې سفارت ويلي چې، روسیه لومړی هېواد شو، چې ایران ته یې بشري مرستې استولې دي. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت یوه ایل-۷۶ ترانسپورتي الوتکه د طبي مرستو له بار سره لېږلې ده. په راپور کې ویل شوي چې دغه الوتکه له ۱۳ ټنو څخه زیات درمل او طبي تجهیزات لېږدولي دي. دا مرستې لومړی اذربایجان ته رسول شوې ، تر څو له هغه ځایه وروسته د ایران چارواکو ته وسپارل شي. د روسیې سفارت ویلي، چې په دې مرستو کې بېلابېل درمل، د لومړنیو مرستو وسایل او نور اړین طبي تجهیزات شامل دي، چې هدف یې د هغو خلکو ملاتړ کول دي، چې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي. روسیې ویلي چې د دې بشري مرستو لېږد د ملکي وګړو د ملاتړ لپاره ترسره شوی او ټاکل شوې، چې د ایران اړوند ادارې به دغه مرستې خلکو ته ووېشي. دا مرستې په داسې وخت کې لېږل کېږي، چې په سیمه کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.



