نړیوالو رسنیو د امریکا کالیفرنیا ایالت د لس انجلس ښار پولیسو په حواله راپور ورکړی چې یوې ۳۰ کلنې ښځې له خپل موټر څخه د مشهورې سندرغاړې «ریحانې» پر کور تر لسو پورې ډزې کړې دي. د رویټرز په وینا، د لاس انجلس پولیس د ماسپښین په ۱:۲۱ بجو (ځایي وخت) د پیښې ځای ته استول شوي او د لومړنیو تحقیقاتو وروسته یې تایید کړې چې یوه مرمۍ د کور په دیوال لګېدلې، خو چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی. د بریدکوونې په اړه د پولیسو څېړنې ښيي چې ویښتان یې ګنډلي او کریم رنګه کمیس یې درلود، او له برید شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته د پلورنځي په پارکینګ کې نیول شوې ده. ریحانه د پیښې پرمهال په کور کې وه. هغه له خپل خاوند «ایسپ راکی» او د دوی د دریو کوچنیو ماشومانو (دوه هلکان او یوه پنځه میاشتنۍ نجلۍ) سره ژوند کوي. دا څرګنده نه ده چې ماشومان یا بل څوک په کور کې وو. دا پیښه د ۲۰۱۸ کال د یوې قضیې یادونه کوي چې پکې د «اډوارډو لیون» په نوم یو سړی د ریحانې د هالیوډ هیلز کور له کټارو پورته شو او د ۱۲ ساعتونو لپاره دننه پاتې شو؛ هغه وروسته د تعقیب او ځورونې په تور محکوم شوی و. پولیسو تر اوسه د شکمن کس په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.



