بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې په منفي لوري روان دی. یاد سازمان وايي، ستونزه په دې کې ده چې ښځې د ټولنې د ټولو برخو څخه محرومې شوې، شکنجه، بد چلند، توقیفونه، جبري ودونه، سانسور او نور ظلمونه پرې هم ترسره کېږي. راپور زیاتوي، د بیان، سوله ییزو غونډو او د ښځو د سیاسي ګډون محدودیتونه هیڅ کنټرول نه لري او د بدني سزاګانو بیا پلي کېدل او د خپلواکې قضا نشتوالی د دې ستونزو شدت زیات کړی دی. یاد سازمان ویلي، قربانیان هېڅ قانوني مرسته نه شي ترلاسه کولای. د بشري حقونو مدافع ترینا ودود وايي: “ما ته حیرانوونکې ده چې نړیواله ټولنه لا هم تمه لري چې طالبان به د بشري حقونو احترام وکړي.” سازمان ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې تراوسه هېڅ مؤثر اقدام نه دی کړی. “یوازې څرګندونې د ظلم د بندولو لپاره کافي نه دي؛ عملي اقدامات ته اړتیا ده.” راپور د نړۍ له حکومتونو غواړي، چې پر طالبانو واضح فشار راوړي، د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، هغوی ته په ټولنه کې مانا لرونکی مشارکت ورکړي او د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. یاد سازمان له خلکو غوښتي، چې همدا اوس په یوه پروګرام کې ګډون وکړي او له نړیوالې ټولنې وغواړي، چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه قوي او ټولګډونی بامسئولیته میکانېزم رامنځته کړي. د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي، چې دغه میکانېزم باید د طالبانو کړنې وڅاري، هغوی ته د خپلو کړنو لپاره جدي مسئولیت ورپه غاړه کړي او د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه یقیني کړي.



