د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د چین د ځانګړي استازي، یوی شیایونګ سره په کابل کې وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د طالبانو او چین د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د وروستیو بریدونو په تړاو خبرې اترې کړې دي. متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې او عملي کړي. د خبرپاڼې له مخې، هغه همدا راز پر افغانستان د پاکستان د بریدونونو په تړاو د خپلې ډلې موقف بیان کړی او ټینګار یې کړی، چې د شخړو پر ځای د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوي. د چین ځانګړي استازي بیا د پاکستان بریدونو کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره د چین د حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې چین غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي. یوی شیایونګ زیاته کړې چې چین په دې اړه له پاکستان سره هم په تماس کې دی او هڅه کوي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې رغنده پاتې شي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ له څو اوونیو راهیسې کړکېچ پراخ شوی دی، خو تراوسه د غوښتنو پرته کوم لوری یا هېواد په عملي توګه منځګړتوب ته نه دی راغلی چې د دواړو لوریو ظاهري کړکېچ حل کړي.



