سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان پر مشهور استخباراتي ټلوېزیون جیو نیوز سایبري برید شوی

تازه په خواله رسنیو ویل کېږي، چې د پاکستان مشهور استخباراتي ټلویزیون جیو نیوز د نامعلومو کسانو له لوري هک شوی او له نشراتو لوېدلی. په خواله رسنیو داسې ادعا کېږي چې یادو کسانو د چینل له لارې پاکستان ولس ته یو ځانګړې پیغام هم خپور کړی. پاکستاني چارواکو په ویډیو کې د جیو نیوز د هک کېدو پخلی کړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې یو شمېر پاکستاني وګړي اعتراف کوي، د جیو نیوز نشراتي سیستم د افغان هیکرانو له لوري هک شوی دی. په ویډیو کې لیدل کېږي چې یاد کسان د ټلوېزیون پر سکرین د خپرو شویو پیغامونو یادونه کوي او وایي چې عادي خپرونې ګډوډې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د جیو نیوز ټلوېزیون پر سکرین د پوځي رژیم پر ضد پیغامونه خپرېږي. د معلوماتو له مخې، د ټلوېزیون د عادي خپرونو پر ځای د پوځ پر ضد پیغامونه ښکاره شوي، چې د خپرونو بهیر یې اغېزمن کړی دی. تر اوسه د یادې پېښې په اړه د یاد ټلوېزیون یا پاکستاني چارواکو له لوري رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.

- Advertisment -spot_img