سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د سیمې وروستیو تحولاتو په اړه پر ښکېلو هېوادونو د بیړنۍ ډیپلوماسۍ غږ کړی

طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا – اسراییل او ایران کړکېچ له امله اندېښنه څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې په سیمه کې وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په بې سارې توګه پارونې رامنځته کړې دي او کولای شي د سیمې پر وضعیت اوږدمهال منفي اغېز وکړي. طالبانو زیاته کړې، هغه برید چې پر ایران د امریکا او اسراییل له خوا پیل شو او د ایران له لوري د خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره وغځېد، له امله یې ژور اندېښمن یوو. له تېرو څو ورځو راهیسې پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري، چې پایله کې یې د دغه هېواد د مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي سربېره لسګونه امنيتي او سیاسي چارواکي وژل شوي دي. که څه هم ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا نظامي تاسیسات په نښه کړي، خو تراوسه د قوي زیان ور اړولو راپورونه نه دي ورکړل شوي. سره له دې چې طالبانو د هېوادونو حاکمیت نقض او د ملکیانو په نښه کول د غندلو وړ اقدامات بللي، پر ټولو خواوو یې د پوځي اقداماتو د درېدو او د خبرو عاجل غږ کړی دی. دا په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان باور ښيي، چې طالبان د امریکا او اسراییل له لوري په سیمه کې د وروستیو تحولاتو له امله اندېښمن کړي چې له ورته برخلیک سره مخ نه شي.

- Advertisment -spot_img